چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې د ارامۍ لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د منځګړيتوب هرکلی کوي
CMG2022/04/30 13:28:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۹مه نېټه ويلي، چې چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې د ارامۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوټريس د منځګړيتوب هرکلی کوي. چين ملاتړ کوي، چې روسيه او اوکراين دې د ستونزو په لېرې کولو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس په دې وروستيو کې له روسيې او اوکراين څخه ليدنې کړي او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه د روسيې او اوکراين ترمنځ د اغېزمنو خبرو اترو او اوربند او د سولې تړون لپاره د زمينې برابرولو په هڅه کې دی. نوموړي له دواړو هېوادونو څخه د شخړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د شخړې او پر روسيې د بنديزونو له امله د يورو په سيمو کې د انرژۍ بيه ۴۴.۷ سلنه لوړوالی ښيي او د پيسو پاړسوب د سختېدو په حال کې دی، چې له امله يې د عامو خلکو پر ژوند ډېرې اغېزې کړي. خو د امريکا د نظامي تجهيزاتو او د غلو دانو سوداګرو له دې شخړې څخه ډېرې ګټې اخيستې دي.

جاو لي جيان زياته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد د اوسني وضعيت پر وړاندې یو موټی پاتې شي، باداري او يو اړخيز بنديزونه دې رد کړي او د شخړې د ارامولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.