بايډن په امريکا کې د اقتصادي پرزېدا د رامنځته کېدو اندېښنه نه لري
CMG2022/04/30 13:21:02
شريکول:

د امريکا فوکس تلويزيون د اپريل په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د تازه خپرې شوې شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ښکته شوی. د امريکا ولسمشر جو بايډن په همدې ورځ په ډاګه ويلي، چې هغه د دغه هېواد د اقتصادي پرزېدا د رامنځته کېدو اندېښنه نه لري.

بايډن په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې په امريکا کې د مشتريانو لګښتونو او په سوداګريزو چارو او استوګنيزو ودانيو کې پانګونو ډېر چټک پرمختګ کړی. نوموړي زياته کړې، چې په لومړۍ ربع کې د بې روزګارۍ د بيمو اخيستونکو امريکايانو شمېر له ۱۹۷۰م کال راهيسې ټيټې کچې ته رسېدلی دی.