د چين د چيو شه په نوم مجلې کې د شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره شوه
CMG2022/05/01 14:37:46
شريکول:

د مې پر لومړۍ نېټه د چين د چيو شه په نوم مجلې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره شوه چې عنوان يې دی (( د ساينس په برخه کې د يو پياوړي هېواد د ابادۍ بهیر چټکتيا او د لوړې کچې ساینس او ټېکنالوژۍ په برخو کې خپلواکي او پياوړتيا )).

په ياده مقاله کې ويل شوي چې ساینس او ټېکنالوژۍ تل مهم ستراتیژیک ارزښت لري او د چين د کمونېست ګوند او خلکو په ګټه یې ډېر مهم ستراتیژیک رول لوبولی دی. دا اړینه ده چې د نوښت ملي سیسټم ته وده ورکړو، د ساینسي او تخنیکي ځواک ودې ته چټکتیا ورکړو او د لوړې کچې ساینس او ټېکنالوژۍ په برخو کې خپلواکي او پياوړتيا ترلاسه کړو.

مقاله دې ته اشاره کوي چې د چين د علومو اکاډمۍ او د انجنيرۍ اکاډمۍ بايد د علمي مخکښ رول، د کليدي اصلي تکنالوژۍ رول او د  استعدادونو د روزنې رول ولوبوي.