شي جين پينګ د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې د اوسېدونکو له خوا د جوړ شوي کور د نړېدو پېښې په اړه حکم ورکړ
CMG2022/05/01 14:39:18
شريکول:

د اپريل د ٢٩مې نېټې د غرمې پر ۱۲ بجو او ۲۴ دقیقو د هو نان ولايت د چانګ شا ښار د وانګ چنګ سیمې د جين شان چياو په کوڅه کې د جين پينګ استوګنيزه سيمه کې د اوسیدونکو لخوا د جوړ شوي يو کور نړېدلی دی. تر اوسه پورې لسګونه کسان لا هم بند پاتې دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له دغې پېښې وروسته سمدلاسه مهم حکم ورکړی چې په هر قيمت کې دې د بند پاتې شويو کسانو د لټون او د ټپيانو د ژغورنې او درملنې لپاره هر ډول اقدام پور ته شي، د پېښې د حل وروسته پاتې کارونه دې په منظمه او ښه توګه تر سره شي او په عين وخت کې دې د نور ناورين د مخنیوي لپاره دې هڅې وشي. دا اړینه ده چې د پېښې علت وڅیړل شي،  اړوند مسؤلینو ته سزا ورکړل شي او په وخت سره رسمي معلومات خپاره شي.

اوس د پېښې په ځای کې د ټپیانو د ژغورنې او د پېښې د پلټنې کارونه په منظم ډول روان دي.