د ترکيې ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د اوکراین د وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/05/01 14:47:34
شريکول:

د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر مطبوعاتي ادارې په ځايي وخت د اپريل پر ۳۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په همدې ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي کوټريس سره د اوکراين د وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې.

په ياده اعلاميه کې راغلي، چې کوټريس په يادو ټليفوني خبرو کې له مسکو او کيف څخه د خپلې ليدنې په اړه مالومات اردوغان ته ورکړي. اردوغان وويل،‌ چې ترکيه به د ملګرو ملتونو د بشر دوستۍ له مرستندويه چارو څخه پوره ملاتړ وکړي او د روسيې او اوکراين ترمنځ‌ د سوله ييزو مذاکراتو لپاره به هڅه وکړي. ترکيه به د ستونزې د حل او د سولې د رامنځته کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.