د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وسلو د نه خپرېدو او د نظامي تجهيزاتو د کنټرول څانګې مشر يورماکوف د اپرېل پر ۳۰مه نېټه وويل، روسیه به د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزيرې ویکتوریا نولند په ګډون د امريکا چارواکو او د دغه هېواد د اړوندو شرکتونو استازو ته بلنه ورکړي چې په اوکراین کې د امريکا د بیولوژیکي لابراتوار د فعالیتونو په څیړنه کې برخه واخلي.
روسيه غواړي، چې ویکتوریا نولند د اوکراین د لابراتوار د تحقیقاتو کمیټې د يوې شاهدې په توګه په تحقیقاتو کې ګډون وکړي.