د نيکمرغۍ تر لاسه کول کوښښونو ته اړتيا لري
CMG2022/05/01 11:50:50
شريکول:

په کوښښونو کار کول د چيني ملت دوديز فضيلت دی. چينايانو له زرګونو کلونو راهيسې د هوښيارۍ او کوښښونو پر اتکا ښه ژوند جوړ کړی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل پر ۲۷مه نېټه د کارګرو نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې تخنيکي متخصصانو، د کارګرو پياوړو نمونو او عامه زحمتکښانو ته د دغې ورځې مبارکي وړاندې کړه.

شي جين پينګ لس کاله مخکې د چين د دولت د رئيس په توګه له چيني او بهرنيو خبريالانو سره لومړې خبري ناستې ته وينا کې وويل،چې ټولې نيکمرغۍ د کوښښونو له لارې جوړيږي. 

نوموړي په تېرو لسو کلونو کې پراخو زحمتکښانو ته پيغامونه او يا ځوابي پيغامونه استولي، د غوره کارګرو او کارکوونکو ستاينه يې کړې او دوی ته يې ستاينليکونه او مډالونه ورکړي، اړوندې خبري ناستې يې تر سره کړي، له عامه کارګرو سره يې خبرې کړي او څو څو ځلې يې ويلي، چې د غوره کارګرو روحيه، د زحمتکښۍ روحيه او د تخنيکګرو روحيه دې په ټولنه کې پراخه شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ کې د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د چټک پوست يو خدمتي مرکز ته ورغلی او هلته يې له چټک لېږدوونکو څخه د هغوی د حال احوال پوښتنه وکړه. نوموړي له دوی سره د لاس روغبړ وکړ او دوی ته يې وويل، چې د چټک لېږدوونکو کارونه له زحمته ډک دي او رخصتۍ ستاسو بوختې ورځې دي او د خلکو ژوند ته مو اسانتياوې برابرې کړي.

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م  کال په جولای کې د شي ځانګ د کورواکې سيمې د لين جه ښار له ګالا کلي څخه د ليدنې پر مهال د يوه کليوال په کور کې مېلمه شو. دغه کليوال رئيس شي ته وويل، چې تېر کال د ټرانسپورټي چارو، په کرايه د خپلې ځمکې د ورکولو او د کرهنيزو چارو له لارې د ده د کورنۍکلني عايدات له ۳۰۰  زرو يوانو څخه اوښتي وو. شي جين پينګ د دغه خبر په اورېدلو ډېر خوشحال و او و يې ويل، چې د کليوالو نيکمرغه ژوند نه يوازې پر ښو تګلارو تکيه کوي، بلکې د دوی د کوښښونو نتيجه ده.

د کارګرو او کارکوونکو توان او سويه د هېواد او ملت تر پرمختګ پورې اړه لري او د هېوادونو ترمنځ د دولتي ځواک په سيالۍ کې کليدي رول لوبوي. شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې د چين د غوره کارګرو او کاروونکو د ستاينې په غونډه کې د ښه کيفيت لرونکو کارګرو او کارکوونکو د روزلو غوښتنه وړاندې کړې.

د چين اقتصاد د چټک پرمختګ له مرحلې څخه د باکيفيته پرمختګ مرحلې ته داخل شوی او په دې بهير کې هغه ډول کارکوونکو ته اړتيا شتون لري، چې د پوهې، ټېکنالوژۍ او نوښت خاوندان دي، او هم د دوی لپاره ډېر فرصتونه برابريږي. د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د مسلکي تخنيکګرو د زياتوالي شمېر له ۴۰ مليونو تنو څخه زيات شي.

زحمتکښ کار د شتمنۍ او نيکمرغۍ سرچينه ده. چين د دوهمې سل کلنې موخې پر لوري د نوي مزل په مبدا ولاړ دی او د دغې موخې د بشپړولو لپاره د خلکو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.