پاکستاني ولسمشر په دغه هېواد کې په ترهګریز برید کې د چینایانو پر مړينې خواخوږي څرګنده کړل
CMG2022/05/01 14:36:53
شريکول:

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اپريل پر ۳۰مه نېټه په پاکستان کې د چين سفارت ته ولاړ چې د کراچۍ پوهنتون د  کنفوسيوس پوهنځي پر بس تروريستي بريد کې د وژل شويو چيني استادانو کورنیو او چيني ملت ته خپله خواخوږي څرګنده کړي.

علوي وويل، زه د پاکستان د خلکو په استازيتوب وژل شویو چينايانو، د چين مشرانو، د چين کمونېست ګوند او ټولو چینایانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او دا ترهګريز عمل په کلکه غندم.

علوي وویل، د ترهګرو هدف دا دی چې د پاکستان او چین دوستي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهلیز ابادۍ ته زیانونه ورسوي. د پاکستان پرمختګ او د نوموړي دهليز ابادي د چين ملاتړ ته اړتيا لري. پاکستان به له ترهګرۍ سره د مبارزې، په پاکستان کې به د چيني اتباعو او سازمانونو د خونديتوب تامين کړي او د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅې شنډې کړي.