د کراچۍ پوهنتون د ترهګريز بريد د پېښې د حل ځانګړی صندوق جوړ شوی
CMG2022/05/01 14:46:50
شريکول:

د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي موټر د اپريل پر ۲۶مه نېټه له ترهګريز بريد سره مخ شو. په دې بريد کې درې چيني ښوونکي وژل شوي، يو چيني ښوونکی ټپي شوی او ډېرو پاکستاني محصلینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چين د چيني ژبې د ښوونې نړیوال صندوق چې د کنفوسيوس پوهنځيو د ادارې ارګان دی، د اپريل پر۳۰مه نېټه اعلان وکړ، چې د کراچۍ پوهنتون د ترهګريز بريد د پېښې د حل ځانګړی صندوق جوړ او په کښې به ۵۰۰ زره يوانه واچوي، څو په پېښه کي د وژل شویو او ټپیانو له کورنيو سره مرسته وکړي او د پېښې د حل لپاره د کراچۍ پوهنتون له کنفوسيوس پوهنځي څخه ملاتړ وکړي.