افغانانو کوچنی اختر د امن په فضا کې ولمانځه.
په افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته په لومړي ځل د کوچني اختر لمونځ له کومې امنیتي پېښې پرته ادا شو.
کابل ښاریان خوښ دي او وایي چې دا يې په تېرو څو کلونو کې لومړنی اختر دی ،چې پکې د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
زموږ خبريال د کابل یو جومات ته ورغلی او دا ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.