د ميانمر د اقتصاد او بهرنۍ پانګونې وزارت په ځايي وخت د اپريل په ۳۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې رسيپ يا د سيمه یيزو هراړخیزو اقتصادي اړيکو تړون به د ۲۰۲۲م کال د مۍ په لومړۍ نېټې د ميانمر او چين ترمنځ په سوداګريزو چارو کې نافذ شي.
چين به د ميانمر هغو صادراتي توکو ته د ګمرکي محصول امتياز ورکړي، چې د ياد تړون د توليدي ځای له معيار سره سمون ولري.
د چين او ميانمر سوداګريزې تصدۍ به د مۍ له لومړۍ نېټې ځانګړي امتيازات ولري.