د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله پر ځايي وخت د مۍ په لومړۍ نېټه ويلي، چې پخوانی لومړی وزير عمران خان به ونيول شي.
رانا ثنا الله ويلي، چې له سعودي عربستان څخه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه د پلاوي د ليدنې پر مهال، د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلويانو د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړي دي او د دې امکان شته، چې عمران خان ونيسي او محکمې ته يې وړاندې کړي.
رانا ثنا الله په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د عمران خان د پلویانو کړنې د بښلو نه دي.
د پاکستان د فیصل اباد يوه اوسيدونکي د مۍ په لومړۍ نېټې پوليسو ته د پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه د ګوندي غړو پر ضد شکايت ثبت کړی او دوی یې مذهب او عبادت ځايونو ته په سپکاوي تورن کړي دي.