د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتانو په قول، دغه ټولنه چمتوالی نيسي، چې پر روسيې د شپږم پړاو بنديزونه ولګوي، د روسيې د نفتو صادرات، د روسيې او بلاروس بانکونه، یو شمېر نور شخصيتونه او تصدۍ ښايي د احتمالي بنديزونو په لیست کې اضافه کړي او د بنديزونو پلان به د دې ټولنې په غونډو کې تر بحثونو لاندې ونيول شي.
اروپايي ټولنې تېره مياشت پر روسيې د پنځم پړاو بنديزونه اعلان کړي او اوس پر دې غور کوي، چې د دغه هېواد د نفتو او طبيعي ګازو پر صادراتو هم بنديزونه ولګوي، خو غړي هېوادونه يې د نظريو د توپيرونو له امله پدې اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.
د اروپايي ټولنې سرچينې وايي، چې جرمني له روسيې ډېر نفت اخيستي، خو اوس يې د نفتو پر صادراتو له بنديز ملاتړ کوي، خو هنګري، اتريش، سلواکيا، هسپانيا او يونان تر اوسه له دغه بنديز سره موافقه نه ده کړې.