په کانګو کې د چين سوله ساتونکو ځواکونو تمرين ترسره کړ
CMG2022/05/02 11:30:31
شريکول:

د کانګو په ډيموکراتيک جمهوريت کې ميشت چيني سوله ساتي ځواکونه د مۍ په لومړۍ نېټه يعنې د کارګرو په نړیوالې ورځې هم پر خپلې دندې بوخت وو او پوځي تمرين يې ترسره کړی دی.

د کانګو په ډموکراتيک جمهوریت کې پدې وروستيو کې امنيتي وضعت ډېر کړکيچن شوی دی.

په دغه هيواد کې ميشت د چين سوله ساتي ځواکونه د وضعيت د لا خرابوالي او احتمالي بېړنيو پېښو د مخنيوي او ځاني دفاع په موخه اوونيز تمرينونه پېل کړي دي.