د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کويټې کې د مۍ په لومړۍ نېټې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ياده چاودنه د کوېټې هوايي ډګر ته څېرمه د ګمرکاتو په دفتر کې شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.