د پاکستان د ولسي جرګې رئیس د کراچۍ ترهګریز برید کې د چینایانو پر مړينې خواشيني څرګنده کړه
CMG2022/05/02 12:15:30
شريکول:

د پاکستان د ولسي جرګې نوی رئیس راجا پرویز اشرف د مۍ په لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې د چين سفارت ته تللی او د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر تروريستي بريد کې د چيني استادانو پر مړينې يې ژوره اندېښنه ښودلې او چيني ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان او چين اړيکې د اړیکو ښه نمونه بللې او ويلي يې دي چې تروريزم د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی او هېواد به يې په ټينګه د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي، په ټول توان به هڅه وکړي، چې د يادې پېښې مجرمين ونيسي، په هېواد کې به د چینايانو امنيت ساتنه پياوړې کړي او د ورته ډول پېښو او د پاکستان او چین دوستۍ ته د رسيدونکو زيانونو مخه به ونیسي.

د روانې مياشتې په ۲۶ مه نېټه د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر يوه موټر د ترهګريز برید له امله ۳ چيني استادان ووژل او يو چيني استاد او څو نور پاکستاني کارکوونکي ټپيان شول.

د پاکستان ولسمشر، صدراعظم او یو شمېر سياستوال او ملګري شخصيتونه په دغه پېښه کې د چينايانو پر مړينې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د چين سفارت ته تللي او چينايانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.