په تېر اپريل کې په چين کې پر اوسپنيزو لارو د ليږد راليږد مالونو اندازه ۳۳۰ ميليونه ټنه ښودل شوې، چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۳۰ ميليونه او ۱۸۰ زره ټنه زياته شوې او ۱۰ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي.
په تېر اپريل کې د ۱۳۲ زرو ټنو په وزن وارداتي او صادراتي مالونه د چين او لاوس ترمنځ د اورګاډيو په وسيله ليږدول شوي، چې دا رقم د تېر مارچ په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.