امریکايي سياستوال ميرشېمير: د ناټو پراخېدل د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې اصلي لامل دی
CMG2022/05/02 14:23:32
شريکول:

د امریکا سياستوال او د چيکاګو پوهنتون پروفيسور جان ميرشېمير له رسنيو سره د مرکې پر مهال د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې اصلي لامل د ناټو غځېدل بللي   او ناټو روسيه مجبوره کړې، چې غبرګون وښيي او ځواب ورکړي.

نوموړي ويلي، چې امريکا او اروپايي ملګري هېوادونه غواړي اوکراين په ناټو او د لويديځو هېوادونو په ډلې کې شامل کړي، خو دغه کار يې روسيې ته ګواښونه پېښ کړي او همدا د روان بحران اصلي سرچېنه بلل کيږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه ممکين د غلودانو د بحران سبب وګرځي او د نړۍ راتلونکی پرمختګ ډېر د اندېښنې وړ دی.