نظرپوښتنه: ٪۹۴ امريکايان د خپل هېواد پر انفلاسيون اندېښمن دي
CMG2022/05/02 12:14:26
شريکول:

د واشينګټن پوسټ او سي اېن اېن يوه ګډه نظرپوښتنه ښيي، چې ٪۹۴ امريکايان د خپل هېواد پر انفلاسيون (پړسوب) اندېښمن دي او ٪۴۴ امريکايان بيا ورته ډېر خپګان کوي.

واشينګټن پوسټ او سي اېن اېن ياده نظرپوښتنه د اپريل له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې ترسره کړې او د مۍ په لومړۍ نېټه يې خپره کړې ده.

نظرپوښتنه ښيي، چې په امریکا کې پرله پسې انفلاسيون اقتصادي ودې ته زيانونه رسولي او د دې هېواد د منځنۍ مودې پر انتخاباتو يعنې پارلماني ټاکنو يې ډېرې اغېزې کړې دي. د کرونا وبا له امله د عرضې ځنځير ځنډېدل، د کاري ځواک کمښت او د انرژۍ پر نړيوال بازار د روسيې او اوکراين د شخړې منفي اغېزې په امريکا کې د روان انفلاسيون عمده لاملونه په ګوته شوي دي.

نظرپوښتنه دا هم وايي، چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن د امريکايانو د ملاتړ کچه  ٪۴۲ ښودل شوې  او ٪۶۸ امريکايان بيا د انفلاسيون د مخنيوي لپاره د جوبایډن له اقداماتو رضايت نه لري.