د جنوبي افريقا رسنۍ د کرونا وبا د مخنيوي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چين اقدامات ستايلي
CMG2022/05/02 11:27:37
شريکول:

د جنوبي افريقا رسنۍ انډېپېنډټ ميډيا پر خپلې ویبپاڼې يوه مقاله خپره کړې او د چين د روان کال د لومړۍ ربعې اقتصادي ارقام يې پکې تحليل کړي دي.

ياده مقاله وايي، چې چین د کرونا وبا د وقايې او اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزمن اقدامات غوره کړي او د پام وړ لاسته راوړنې لري او د جنوبي افريقا او نورو هېوادونو لپاره يې ښې تجربې وړاندې کړې دي.

مقاله زياتوي، چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډې کې د نړيوالو ننګونو د لرې کولو لپاره يو لړ نظرونه او وړانديزونه کړي او په خپلې وينا کې يې د نړيوالو همکاريو او اقتصادي پرمختګ په اړه د چين رويه او موقف څرګند کړی دی.

د چين د روان کال د لومړۍ ربعې اقتصادي ارقام د دې ښودنه کوي، چې دغه هيواد د خپلې اقتصادي ودې د پياوړتيا په هڅه کې دی او غواړي، د نورو هېوادونو لپاره متقابل ګټور همکار وګرځي.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين جي ډي پي ۲۷۰۲۰ مليارډه يوانه ښودل شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله٪۴.۸ زیاتوالی ښيي.

انډېپېنډټ ميډيا وايي، چې د کرونا وبا د کنټرول او د اقتصادي پرمختګ د خوځنده اقداماتو ترمنځ توازن د چين د اقتصادي ودې د زیاتوالي سبب ګرځېدلی او دغه توازن يې اسانه کار نه دی بللی.