د چین د انرژی ملي اداره: په صحرایي سیمو کې يې ۹۰ سلنه پروژې تر کار لاندې دي
CMG2022/05/03 13:41:33
شريکول:

د چین د انرژۍ ملي ادارې د مۍ په ۲مه نېټه خبر ورکړی، چې د هېواد په صحرایي سیمو کې يې د بادي بریښنا فوټوولټیک (photovoltaic ) اډو د جوړولو کار چټک کړی دی.

يادې ادارې ويلي، چې په دې وروستيو کې يې د داخلي مغولستان د هوا ننګ شانګ دو د ۳م نمبر د بادي برېښنا فارم په ګډون د پاکې انرژۍ د پروژو د جوړولو کارونه پيل کړي او تر اوسه يې د ۱۰۰ میلیونو کیلو واټو په ظرفیت د نژدې ۹۰ سلنه پروژو د ابادۍ چارې شروع کړي او کارونه يې په چټکۍ پرمخ روان دي.