د اروپايي ټولنې انرژۍ وزیرانو بیړنۍ غونډه کړې
CMG2022/05/03 13:45:40
شريکول:


رویټرز خبر ورکړی، چې د اروپايي ټولنې انرژۍ وزیرانو پر ځايي وخت د مۍ په ۲مه نېټه یوه بیړنۍ غونډه تر سره کړې او د روسیې د هغې غوښتنې په اړه يې یوې موافقې ته د رسېدو هڅه کړې، چې طبیعي ګاز بايد په روبل ترې وپيري.

راپور وايي، چې بلغاریا او پولنډ تېره اوونۍ په روبل له روسیې څخه د طبیعي ګازو له اخيستلو انکار کړی او روسيې هم پر يادو دواړو هيوادونو ګاز بند کړی دی.

راپور کاږي، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له روسيې سره د اړيکو پرڅرنګوالي اختلافات لري او داسې اندېښنې او ګنګوسې هم خپرې شوي، چې ښايي د روسیې ياد دريځ  د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو متحده جبهه کمزورې کړي.