د چين رېل پټلۍ ملي اداره: نن ورځ په هېواد کې ۲ ميلیونه او ۷۰۰ زره مسافر په اورګاډو کې تګ راتګ کوي
CMG2022/05/03 10:35:09
شريکول:

د چين د رېل پټلۍ ملي ادارې خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د مۍ په دوهمه نېټه ۴۵۲۳ اورګاډو تګ راتګ کړی او ټولټال ۲ ميليونه او ۳۵۴ زره مسافرين يې ليږدولي دي.

يادې ادارې وړاندوينه کړې، چې د مۍ په درېيمه نېټه به په هېواد کې ۴۶۱۱ اورګاډي تګ راتګ وکړي او  ۲ ميلیونه او ۷۰۰ زره مسافر به وليږدوي.
په چين کې هر کال د کارګرو نړیوالې ورځې یعنې د مۍ د لومړۍ نېټې په مناسبت څو ورځنۍ رخصتي وي او په ترڅ کې يې ډېر خلک د اورګاډو په وسيله تګ راتګ کوي.

د چين د رېل پټلۍ ملي ادارې اټکل کړی، چې د روان کال د اپريل له ۲۸ مې نېټې د مۍ تر پنځمې نېټې پورې به په چين کې ۳۲ ميليونه کسان د اورګاډو په وسيله تګ راتګ وکړي.