ځوانيتوب د مبارزې لپاره طلايي وخت دی
CMG2022/05/03 15:49:19
شريکول:

د چين ځوانان د کرونا وبا ضد مبارزې، د علمي او ټېکنالوژۍ د څېړنو او پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شمول بېلا بېلو برخو کې مهم او اصلي رول لوبوي.

جانګ لويې په ۱۹۹۵ کال کې زېږېدلې او اوس د چين د جه جيانګ روغتون نرسه ده.

نوموړې دوه کاله مخکې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره  ووهان ښار ته تللې وه او اوس د همدې ناروغۍ د مخنيوي په پار شانګهای ښار ته لاړه ده.

ځوانه داوطلبه د شانګهای ښار په يوه استوګنيزه سیمه کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې هغو خلکو ته د ژوند توکي ورکوي، چې کرنتين دي.

جو چنګيو په ۱۹۹۶م کال کې زېږېدلې او اوس د چين د های نان ولايت د ون چانګ سپوږمکۍ توغولو مرکز کې دنده ترسره کوي او د دې مرکز تر ټولو ځوانه ښځېنه کارکوونکې ده.

نوموړې د چانګ عه پنځمې اکتشافي فضايي دستګاه په شمول د فضايي دستګاهونو د توغولو په پنځو ازمويښتي دندو کې برخه درلودلې.

ځو بين په ۱۹۹۵م کال کې زېږېدلی دی.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال په اګيست کې د برازيل د مسلکي مهارتونو د ۴۳مې دورې په نړيوالو سياليو کې د دېوال جوړونې د مسابقې ميډال ګټلی دی. 

د چين د فاست ټليسکوپ څېړکوونکي‌ د کار په حال کې دي.  د دغه ټليسکوپ د څيړونکو منځنی عمر ۳۰ کاله دی.

لو شينګ  په ۱۹۹۰م کال زېږېدلی او اوس د چین د شاان شي ولایت د تای بای ولسوالۍ د يوه کلي مسئول دی او دغه کلی د هغه تر لارښوونې لاندې له بېوزلۍ څخه وتلی دی.