شي جين پينګ د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ د ځوانې ډلې ته ځوابي پيغام ليږلی
CMG2022/05/03 15:03:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په دوهمه نېټه د دغه هېواد د ځوانانو ورځې د رارسېدو په درشل کې د فضايي سټېشن د جوړولو په چارو کې د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ ځوانانې ډلې ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې د فضايي چارو ټولو ځوانو کارکوونکو ته د یادې ورځې په مناسبت مبارکي وړاندې ويلې او د ښو چارو هيله يې ورته ښودلې ده.

شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي، چې چين له تېرو نهو کلونو راهيسې په فضايي چارو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او ګڼ شمېر ځوانو کارکوونکو د دې لپاره مهم خدمتونه کړي او د نوې زمانې د چيني ځوانانو د مثبتې روحيې بڼه يې څرګنده کړې ده. 

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د فضايي چارو په برخه کې د يو پياوړي هېواد ابادي د نسلونو دوامدارو کوښښونو ته اړتيا وي او هيله يې ښودلې، چې چيني ځوانان په پر له پسې توګه د د هېواد د فضايي ټېکنالوژۍ د باکيفيته خپلواکۍ او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

د فضايي سټېشن د جوړولو په چارو کې د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ ځوانانې ډلې څو ورځې مخکې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی و او پکې يې د تېرو نهو کلونو د فضايي چارو د پرمختګ په برخه کې د دغه ګروپ د ځوانانو د خدمتونو معلومات وړاندې کړي وو.

 شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د مۍ په څلورمه نېټه د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ د فضايي ټېکنالوژۍ له څېړنيز انسټېټيوټ څخه ليدنه کړې وه او همغه مهال يې د ځوانانو له استازو سره خبرې کړې وې.