سيرګي لاوروف: لوېديځ هيوادونه د روسيې شتمنۍ غلا کوي؛ دا د زغملو چاره نه ده
CMG2022/05/03 10:07:34
شريکول:

 

د روسیې بهرنیو چارو وزير سيرګي لاوروف د مۍ په لومړۍ نېټه ويلي، چې لوېديځو هېوادونو پر روسيې اقتصادي بندیزونه لګولي او په همدې لارې غواړي، چې د هيواد شتمنۍ يې غلا کړي.

نوموړي ادعا کړې، چې لویديځو هېوادونو له روسيې ۳۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره غلا کړي، چې زياتره برخه يې له روسيې سره د ګازو او نفتو معاملو پسې اړونديږي.

لاوروف ويلي، چې روسيه د لويديځو هيوادونو دغه کړنه نوره نه شي زغملی.

د هنګري چارواکو بیا ويلي، چې د دغه هېواد په ګډون د اروپايي ټولنې ۱۰ هېوادونو په روسيه کې بانکي اکونټونه پرانيستلي او له روسيې سره د انرژۍ په معامله کې به روبل وکاروي.

لاوروف زياته کړې، چې روسيه د لویديځو هېوادونو د غلا ياده کړنه نوره نه شي زغملی او د روبل د ورکړې مقررات به په جدي توګه تطبيق کړي.