د هو نان ولايت په چانگ شا ښار کې يوه استوګنيزه ودانۍ د اپريل په ۲۹مه نېټهونړېده، چې له امله يې ۲۳ کسان په کنډو کپرو کې بند پاتې شوي دي.
ژغورونکې ډلې د مۍ د ۳مې نېټې د سهار په ۴ بجو، د یوې ښځې په شمول ۹ کسان ژغورلي او د درملنې لپاره يې روغتون ته ليږدولي دي.
مالومات ښيي، چې د يادې ودانۍ کې مېشت نور ۳۹ کسان هم تری تم دي، خو لا مالومه نه ده، چې دوی د نړېدلې ودانۍ په کنډو کپرو کې بند دي او که بلخوا تللي دي.