د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مۍ په دوهمه نېټه ويلي، چې د روسيې او اوکراين مشران کولی شي په ترکيه کې سره وګوري او د اوکراين د ختيځې سيمې پر موضوعاتو خبرې وکړي.
نوموړي ويلي، چې وياند يې تېره مياشت اوکراين ته سفر کړی و او اوکرايني لوري ورسره خپلې غوښتنې شريکې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، چې هغه به په روانه اوونۍ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم په دې اړه تليفوني خبرې وکړي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې ترکيه به له اوکراین سره د غلودانو په صادراتو کې مرسته وکړي، خو تر هرڅه مخکې بايد د روسيې او اوکراين مشران خبرې وکړي.