کرونا په امریکا کې ۲ سوه زره کسان یتیمان کړي
CMG2022/05/03 13:44:20
شريکول:

د امریکا جان هاپکېنز پوهنتون تازه احصایه ښیي، چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله تر اوسه له يو ميليون ډېر خلک مړه شوي دي.

د امریکا د ساري ناروغیو مخنيوي او کنټرول مرکز راپور ورکړی، چې له مخې يې، کرونا وبا په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د زړه ناروغۍ او سرطان وروسته د مړینې دریم لوی لامل بلل شوی دی.

راپور وايي، چې د کرونا وبا د مړینې د يادې شمېرې تر شا د امریکایي کورنیو لپاره لاهم ډېرې غمیزې پرتې دي او د دغې وبا له امله په امريکې کې دوه سوه زره کسان يتيمان شوي دي.