امريکا تايوان ته د پيسو د ماشين په سترګه ګوري
CMG2022/05/03 09:09:07
شريکول:

امريکا د روسيې او اوکراين تر منځ پر روانې شخړې تېل شيندي او اوکراين ته نظامي مرستې ليږي، بله خوا په کور دننه خپلو حالاتو ته نه ګوري، چې د کرونا وبا له امله يې اقتصادي وضعيت مخ پر ځوړ روان شوی.د امريکا حکومت د اقتصادي بحران د حلولو لپاره د نړۍ په نورو ځايونو کې لاسونه ورغځولي دي، چې افغانستان او د چين تايوان سيمه او نور زيات ځايونو ټول د امريکا د پيسو د پيدا کولو ښه هدفونه ګرځولي دي. امريکې له افغانستانه خپل ځواکونه ناڅاپي واېستل، خو اوس یې ورته شا اړولې ده، حتې د افغانستان د مرکزي بانک پيسي يې په خپله خوښه لوټ کړې. تايوان د چين هېواد يوه سيمه ده، امريکا نه يوازې د تايوان مسئلې له لارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې له تايوان څخه يې ډېرې ګټې اخيستلې دي.

د امريکا د مشرانو جرګې د مالي بوديجې کميټې مشر او د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي ليندسي ګراهام د اپريل په ۱۴مه نېټه د چين له تايوان سيمې څخه ليدنه وکړه او له سيمه ييزې مشرې څای ينګ وين سره يې وکتل او هيله يې ترې کړې، چې تايوان کولی شي، د امريکا د بوين شرکت ۷۸۷ مسافروړونکې الوتکې واخلي.د دغو الوتکو بيه کابو اته ميليارډه ډالر ښودل شوې.

امريکا د شخصي ګټو لپاره هر ځای لاس اچوي، خو نړيوال اصول او پرانسيپونه په نظر کې نه نيسي.د ليندسي ګراهام او څای ينګ وين د ليدنې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو ډېره ښکته پورته شوې او انټرنيټ کارونکو د امريکا د يادې مستقيمې غوښتنې په اړه ډېره حيرانتيا څرګنده کړې ده.

ويډيو کې ښکاري، چې ژباړونکي د ليندسي ګراهام د يادې غوښتنې په اوريدو خندا کړې او د هغه د خبرو اصلي بڼه يې چيني ژبې ته هم نه ده ژباړلې او بدله مانا يې کړې ده، چې امريکا هيله لري، له دغې کتنې ښې پايلې تر لاسه کړي، خو ګراهام بيا په ټينګار ترې غوښتنه کړې، چې تايوان دې د امريکې بوين ۷۸۷ الوتکې واخلي.

امريکا د نړۍ تر ټولو قوي هېواد دی او څو څو ځلې يې د تایوان پر چارواکو فشارونه اچولي، چې بېلا بېل وسايل او توکي ترې وپلوري، چې پکې غيرعصري نظامي تاسيسات، د کرونا وبا ضد واکسين او نور شیان شامل دي، خو دا ځل يې په تهديد تايوان ته ويلي، چې د امريکا د بوين ۷۸۷ الوتکې واخلي.

 امريکا تايوان سيمه څنګه بولي؟

 امريکا په دې ښه پوهيږي، چې د تايوان سيمې چارواکي غواړي، له امريکا سره دوستي ټينګه کړي، نو په همدې هدف پرې خپلې غوښتنې منلی شي. نو تايوان ته د امريکا غوښتنې لا نور وتلي دي.

د تايوان د هوايي چلند چارې د کرونا وبا له امله ډېرې کمزورې شوي، که د امريکا دغه الوتکې واخلي، نو د اړوندو تصديو مالي فشارونه به پرې زيات شي او هيڅ ګټې به ورته ونه کړي.

د تايوان هوايي شرکتونو له امريکا څخه (۱۹۹۶ م ـ ۲۰۱۵م کال) ۱۱۴ بوين  مسافر وړونکې الوتکې اخيستي، چې ارزښت يې له ۱۹ ميليارډ ډالرو څخه هم زيات دی. امريکې دا ځل له تايوان څخه غوښتنه کړې، چې الوتکې ترې واخلي، خو د تايوان حالت په نظر کې نه نيسي، بلکې يوازې غواړي، خپله سوداګري وکړي.