انټونيو ګوټريش په لوېديځې افريقا کې د چين له پروژې ليدنه وکړه
CMG2022/05/03 10:09:18
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د مۍ په لومړۍ نېټه د سنيګال په ديمونياجيو ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتري ودانۍ له هغې پروژې ليدنه وکړه، چې د جوړولو چارې يې د چيني تصدۍ لخوا په مخ وړل کيږي او دا په لوېديځې افريقا کې د ودانيو تر ټولو لويه پروژه ګڼل کيږي.

ياده پروژه پر ۱۳ هکتاره ځمکې جوړيږي، د جوړولو چارې يې د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۲م کال د جون په پای کې به بشپړې شي.

د يادې پروژې په بشپړېدو سره به، په سنيګال کې د ملګرو ملتونو د لسګونو ارګانونو او سازمانونو زرګونو کارکوونکو ته به د کار مناسب چاپېريال برابر شي.