چين د ۳۱ ولايتونو د لومړۍ ربعې اقتصادي معلومات خپاره کړل
CMG2022/05/04 15:27:07
شريکول:

چين په دې وروستيو کې د  ۳۱ ولايتونو د روان کال د لومړۍ ربعې د اقتصادي پرمختګ عمده معلومات خپاره کړي دي.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ۳۱ ولايتونو عمومي اقتصادي اندازې په بېلا بېلو کچو کې زياتوالی ښيي او د ۱۱ ولايتونو د لومړۍ ربعې جي ډي پي يعنې د کورنيو توليداتو ارزښت په جلا جلا توګه له زرو ميليارډو يوانو څخه اوښتی و او د لومړۍ ربعې عمومي اقتصادي اندازه يې ۱۸ زرو ميليارډو يوانو ته نژدې وه، چې د هېواد په عمومي اقتصادي اندازې کې يې ۶۵ سلنه برخه نيولې ده.

د سږ کال په لومړۍ ربعه کې له ۳۱ ولايتونو څخه د ۳۰ ولايتونو د اقتصادي پرمختګ انډول د تېر کال د همدې مودې د انډول په پرتله مثبت زياتوالی ښيي، خو جي لين ولايت د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله د اقتصادي پرمختګ انډول منفي ښودل شوی دی.

له دغو اقتصادي معلوماتو څخه ښکاري، چې د چين بېلا بېلو سيمو د کورنيو او بهرنيو ننګونو سره سره د اقتصادي پرمختګ ثابت وضعيت ساتلی کړی دی. د چين احصائيې ملي ادارې ويلي، چې په چين کې د هېواد د دايمي اقتصادي ثبات او پرمختګ عمده وضعيت او د اقتصاد د احيا تمايل نه دی بدل شوی او د سالم اقتصادي پرمختګ د ساتلو ښه توان او شرايط لري.