ناټو فنلنډ او سويډن ته خپلې لمنې کې ځای ورکوي؛ روسيه غبرګون ښيي
CMG2022/05/04 14:14:56
شريکول:

د ناټو مشرانو په دې وروستيو کې په مکرر ډول د فنلنډ او سويډن له لوړ پوړيو چارواکو سره کتلي او د اروپا شمال پر لور يې ګامونه چټک کړي دي.  

داسې ښکاري، چې ناټو د روسيې پر وړاندې پاروونکو اقداماتو ته نور هم زور ورکوي.

د فنلنډ صدراعظمه سنا مارين او د سويډن صدراعظمه مګدالینا اندرسن د مۍ په درېیمه نېټه برلېن ته تللي او د جرمني د فدرالي کابینې د تړلو دروازو په غونډې کې يې ګډون کړی دی.

د جرمني صدراعظم اولف سولز له يادې غونډې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، که سويډن او فنلنډ په ناټو کې د شاملېدو پرېکړه وکړي، نو زمونږ ملاتړ به ورسره وي.
ناټو هم په وروستيو کې په مکرر ډول ويلي، چې په دې سازمان کې د يادو دوو هېوادونو له ګډون ملاتړ کوي. د ناټو سرمنشي ستورتنبورګ د اپرېل په ۲۸مه نېټه د فنلنډ له ولسمشر نینیستو سره انلاين غونډه تر سره کړې او په ناټو کې د فنلنډ او سويډن د شاملېدو په باب يې ورسره خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ستورتنبورګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې له فنلنډ او سويډن سره په اړيکه کې دی او د نظریو تبادلې ورسره کوي.

نوموړي ويلي، که فنلنډ او سويډن ناټو ته د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړي، نو هر کلی به یې وکړي او د غړيتوب ورکړې بهير به یې هم چټک کړي.
 د فنلنډ ولسمشر نينيستو پلان لري، چې د مۍ په ۱۶مه نېټه له سويډن څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړي او د دې هېواد له چارواکو سره به د خپلمنځي امنيتي چارو د همکاريو او له ناټو سره د اړيکو د پرمختګ په باب بحثونه وکړي.

ډيفېنس نیوز په يوې شننې کې ويلي، چې د فنلنډ او سويډن د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ او خبرې اترې ناڅاپي زياتې شوي او د خپلو خلکو هيلې يې زیاتې کړي، چې دغه دواړه هېوادونه به د مۍ په ۱۶مه نېټه په ګډه په ناټو کې د شموليت اعلان وکړي.

رويټرز بيا د فنلنډ د ايلتاليت ورځپاڼې په قول خبر ورکړی، چې د فنلنډ حکومت به د مۍ په ۱۲مه  نېټه په ناټو کې د شاملېدو پرېکړه اعلان کړي.د فنلنډ يوې حکومتي سرچېنې ايلتاليت ورځپاڼې ته دغه خبر تاييد کړی دی.

د روسيې غبرګون

روسيې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن د ګډون په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چې د  يادو هېوادونو دغه کړنه به د بدو پوځي او سياسي نتيجو سبب وګرځي او د اروپا د ثبات لپاره به ګټوره نه وي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف ويلي، چې روسيې څو څو ځلې دا دريځ ښکاره کړی، چې ناټو د سولې او ثبات د ساتلو سازمان نه، بلکې د نورو هېوادونو پر وړاندې د مقاومت يوه وسيله ده.نوموړي ويلي، که ناټو خپل غړي زيات کړي او او د لا پراخېدو هڅې وکړي، نو د اروپا امنیت به وننګوي.

انټرنيټ کاروونکي:  ناټو د ګډوډۍ هڅې کوي

د ټولنيزو رسنيو فعالانو په ناټو کې د فنلنډ او سويډن له شاملېدو سره مخالفت څرګند کړی او زياتره يې په دې اند دي، چې ناټو د روسيې په شاوخوا کې لازيات غړي هېوادونه جذبوي او له دې لارې روسيې ته دا ښيي، چې شاوخوا ترې بمونه او توغندي ځای پر ځای کړي.

د ټولنيزو رسنيو فعالان وايي، چې ناټو روسيې ته نژدې کيږي او پاروونکې کړنې ترسره کوي او ډېری یې بيا پر دې اند دي، چې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن شاملېدل به د دې سازمان د امنيت د پياوړتيا سبب ونه ګرځي، بلکې د اروپا دفاعي صنعت به ويجاړ کړي.