د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د مۍ په درېيمه نېټه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ايران او امريکا د ليکنيزو پيغامونو له لارې د ايران داټومي موافقې د بيا پلي کېدو په اړه خبرې اترې کوي.
د ایران تسنیم اژانس د عبداللهيان په قول خبر ورکړی، چې ایران د اروپایی ټولنې د استازو له لارې له امریکا سره پر دغه هېواد د یو اړخیزو بندیزونو د لیرې کولو لپاره لیکلي پيغامونه تبادله کوي.
نوموړي ويلي، چې د ایران د خبرو اترو هدف دا دی، چې يوه پياوړي او دایمي تړون ته ورسيږي او کله چې له امريکا سره يوې هوکړې ته نژدې شي، نو د ايران مرکچي پلاوی به په شوي تړون کې تعديلات راولي.