د چین کرنیز کارپوه د بروندي له ولسمشر څخه د ویاړ سند ترلاسه کړ
CMG2022/05/04 13:03:27
شريکول:

د بروندي حکومت د مۍ په ۲مه نېټه د دغه هېواد د موینګا ولایت په اوموکو لوبغالي کې د مۍ لومړۍ نېټه يا د کارګرو نړيواله ورځ په ځانګړو مراسمو ولمانځله.

د بروندي ولسمشر ندایشمیي په يادو مراسمو کې د چین د کرنیزې مرستندویه ډلې مشر یانګ هوا ته دده د ښو خدمتونو په ویاړ سند ورکړ او د نوموړي چارې يې وستايلې.

ندايشميي په خپل لاس يانګ هواده ته د وياړ سند ورکړ او د کرنې په برخه کې يې د نوموړي خدمتونه وستايل.

يانګ هواده د ښو او با کیفيته وريجو د څيړنې او ترويج په برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي.