د چين د چونګ چينګ ښار ځایي حکومت په تخنيکي لارو چارو د پاکو اوبو او ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو لپاره هڅې کوي.
د چونګ چينګ سيمه ييز حکومت له څه مودې راهيسې د جه هوي هه چانګ په نوم سيستم کاروي او په مټ يې د يانګ ځه، جيانګ لين او وو جيانګ سيندونو په شمول د لويو سيندونو څارنه کوي.
د جه هوي هه چانګ سيستم کې بې پېلوټه الوتکې، بې چيلونکي بېړۍ او نور ځيرک تخنيکونه شامل دي او په رسمي توګه ترې کار اخيستل کيږي.