په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۵۱۱ ميليونو واوښت
CMG2022/05/04 11:47:04
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مې په درېیمه نېټه یوه تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو عمومي شمېر ۵۱۱ مليونه، ۴۷۹ زره او ۳۲۰ ته رسیدلی او د دې وبا له امله تر دې دمه ۶ ميليونه، ۲۳۸ زره او ۸۳۲ کسان مړه شوي دي.

د امريکا جان هاپکېنز پوهنتون يوه شمېرنه ښيي، چې په دغه هيواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۱ ميليونه او ۴۴۰ زرو ته رسيدلی او له امله يې ۹۹۳ زره او ۹۰۰ کسان مړه شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د امریکا په څو ځايونو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.