رسيپ يا د سیمه ییزو هراړخیزو اقتصادي همکاريو تړون د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی او غړو هيوادونو ته يې ډېرې ګټې رسولي او د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ لپاره یې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی .
د چين او د رسيپ د ۱۴ غړو هيوادونو ترمنځ د روان کال د لومړۍ ربعې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲ اعشاريه ۸۶ ټريليونو يوانو ته رسيدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د چین د ډېرو ولایتونو سوداګرۍ هم د رسیپ تړون د پلي کېدو په درشل کې چټکه وده کړې ده.
د چين د های نانا ولايت او د رسيپ د غړو هيوادونو ترمنځ د روان کال د لومړۍ ربعې سوداګريزه اندازه ۳۰ سلنې څخه زياته وه او د صادراتو او وارداتو ارزښت يې ۴۵ اعشاريه ۸ زياتوالی موندلی دی.