د امریکا د تالسا ډله ییزې وژنې د پېښې د څېړنې په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د امريکا د اکلاهما ایالتي محکمې د مۍ په دوهمې نېټې حکم صادر کړی، چې د تالسا ټولوژنې د عيني کسانو شاهدي او د قربانیانو د کورنیو د خسارې قضیه بايد وڅيړل شي او د تالسا ښاروالۍ چارواکي يې باید ځواب ووایي.
درېيو کسانو، چې عمرونه يې له ۱۰۰ کالونو پورته دي او د يادې ټولوژنې عيني شاهدان دي، په همدې ورځ په محکمې کې د قضيې د اورېدولو پر مهال حاضر وو او شاهدي يې اورولې ده.
د تالسا ټولوژنې څه دپاسه سل کالونه پوره شوي، خو تر اوسه یې هیچا مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې تاوان ورکړل شوی دی.