ګوټریش: روسیه او اوکراین دې د بشري اوربند لپاره دوامدارې همکارۍ وکړي
CMG2022/05/04 12:57:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټریش د مۍ په درېيمه نېټه په يوې اعلاميېکې ويلي، چې د ملګرو ملتونو او سره صليب نړيوالې کمېټې په ګډې همکارۍ د اوکراین د ماريوپول ښار د ازوفستال فولادو له فابريکې څخه تر سلو زيات ملکي وګړي خوندي ايستل شوي دي.

نوموړي په يادې اعلاميې کې د ملګرو ملتونو او سره صليب د کارکوونکو چارې ستايلي او په خونديتوب د يادو بندو کسانو د وتلو په اړه يې خوښي ښودلې ده.

ګوټریش هیله ښودلې، چې د اوکراین او روسیې چارواکي اوږمهاله بشري اوربند ته لاره هواره او د جنګ ځپلو سيمو ملکي وګړو ته د وتلو لاره برابره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د اوکراين اړمنو خلکو ته باید بشري مرستې ورسول شي.