چین: د چین او پاکستان د دوستۍ د خرابولو ترهګريزې دسیسې به بریالۍ نه شي
CMG2022/05/05 17:56:56
شريکول:

د پاکستاند کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر د ترهګریز برید له رامنځته کېدو وروسته د پاکستان مشران، لوړ پوړو حکومتي چارواکي او د ګوندونو مشران په پاکستان کې د چین سفارت ته د ماتم او غمشریکۍ لپاره ورغلي او د پاکستان د بېلا بېلو برخو شخصیتونو د دې پېښې سخته غندنه وکړه. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې پر ۵مه نېټه په يوې خبري غونډه کې وويل، دا يو ځل بيا څرګندوي چې د چين او پاکستان ترمنځ هراړخيزه دوستي د خلکو په زړونو کې ژورې ريښې لري او د پاکستان د حکومتي چارواکو او خلکو گډه نظریه ده. د چين او پاکستان د دوستۍ د خرابولو لپاره د ترهګرۍ دسيسې به هېڅکله بريالۍ نه شي.