کرونا وبا په امريکا کې څه باندې دوه لکه ماشومان يتيمان کړي
CMG2022/05/05 14:38:45
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې کرونا وبا په دغه هيواد کې څه باندې ۲ سوه زره ماشومان يتيمان کړي دي. دغه ماشومان اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ژوند له سختو شېبو تيريږي.

امريکايي خبري رسنۍ وايي، چې دغو یتيمانو تر اوسه د حکومت اړينې مرستې نه دي ترلاسه کړي او داسې ښکاري، چې د امريکا حکومت د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې  پاتې راغلی دی.

د امريکا د شمالي کارولينا ايالت په هنټرسويل کې يوه جوړه او د دوی درې ماشومان د تېر کال په اګست کې پر کرونا وبا اخته شول، خو ماشومان يې جوړ شول او دوی دواړه يې ووژل.

د دغې جوړې پاتې ماشومان اوس بې سرپرسته او له سختو ستونزو سره مخ شوي او د دوی د خپلوانو له لوري يې د دوو ماشومانو پالنه کيږي.

د امريکا جان هاپکنز پوهنتون یوه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله يو ميليون وګړي مړه شوي دي.

 د بريتانيا امپیریل پوهنځي څېړنه ښيي، چې په امريکا کې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې څه باندې دوه لکه او لس زره ماشومان د کرونا وبا له کبله خپل پلرونه، ميندې او يا پالونکي له لاسه ورکړي دي.

د امريکا انتلانتيک مياشتنۍ مجله وايي، چې د دغه هيواد د لږکيو يتيمانو ته هيڅ  پاملرنه نه کيږي او ژوند يې ډېر په کړاو تيريږي.

په امريکا کې نژادي تبعیض هم مخ په زياتېدو دی

په امریکا کې د لږکيو کورنۍ لږ عايدات لري او د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې توان يې هم کمزوری دی، نو ځکه يې د ډېرو کورنيو ماشومان هم یتيمان او بې سرپرسته شوي دي.

 د امريکا د هارورډ پوهنتون پروفيسور ډاکترچارلس وايي، چې د لږکيو نفوس د امريکا د عمومي نفوس په سلو کې ۳۹ برخه نيسي، خو د کرونا وبا له امله د لږکيو يتيمانو شمېر د يتيمانو د عمومي شمېر په سلو کې ۶۵ دی.

 د دغو يتيمانو ياده شمېره د امريکا په ټولنه کې د نژادي تبعيض ښکارندويي کوي او تر شا يې د عايداتو او فرصتونو د نابرابرۍ، د لږکيو د بې کارۍ کچې د لوړوالي او د روغتیايي بيمو د کمښت په شمول ډېرې ستونزې موجودې دي.

د امريکا د فدرالي زيرمې کمیټې د تېر کال شمېرنې ښيي، چې په دغه هيواد کې د افريقايي الاصله او لاتيني امريکا الاصله امريکايي کورنيو منځني عايدات د سپين پوستو کورنيو د عايداتو نيمه برخه نيسي او د کورنيو شتمنۍ يې د سپين پوستو کورنيو له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې دي.

د امريکا  فدرالي زيرمې کميټه وايي، چې د بېلا بېلو توکمونو د عوايدو او شتمنيو توپير د دې لامل شوی، چې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د مختلفو کورنيو توان وښيي او د لږکيو توان ډېر کمزوری شوی دی.

خبريالې سارا واني د امريکا له پي بي اېس راډيو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې په امريکا کې ياد يتيمان ښايي له لوږۍ سره مخ شي او حتی خپل کورونه به هم له لاسه ورکړي او مجبور به شي، چې د خپلوانو په کورونو او يا يتيم خانو کې ژوند وکړي.

نوموړې ويلي، دغه يتيمان په ښوونځيو کې ښايي د ټولګيوالو له خوا هم وځورول شي او رواني ستونزې به يې هم ډېرې شي، ځکه د دوی ستونزې او ننګونې د نورو ماشومانو په پرتله ډېرې زياتې دي.

ډېرې امريکايي کورنۍ او ماشومان په ستونزمنو حالاتو کې ژوند تېروي او حکومت يې هيڅ لاسنيوی نه کوي.

ډاکټر نيلسن اندېښنه ښودلې، چې  په امريکې د يتيمانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

نوموړي ويلي، چې د امريکا حکومت بايد غبرګون وښيي او د دغو ماشومانو د ستونزو د لېرې کولو لپاره بايد هراړخيزې هڅې او يتيمانو سره اړينې مرستې وکړي.

ډاکټر نيلسن زياته کړې، چې خلک هم يادو ماشومانو ته پاملرنه  نه کوي.

د مالوماتو له مخې، دغه يتيمان د امريکا د فدرالي حکومت د مرستندويه پيسو په ليست کې هم نه دي شامل شوي. که څه هم ځينو کارپوهانو تېر کال د امريکا پر حکومت غږ وکړ، چې له يادو ماشومانو سره مرستې وکړي، خو حکومت تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.