په افغانستان کې د سيلابونو له امله ۲۰ تنه مړه شوي
CMG2022/05/05 11:24:06
شريکول:

سختې تالندې او سيلابونو د پروان، بغلان، بادغيس، کندهار، هلمند، هرات او کندز په شمول لسګونه ولايتونه ځپلي دي.

 

د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د وزارت سرپرست مرستيال مولوي شرف الدين مسلم خبر ورکړی، چې د دغه هيواد په لسګونو ولايتونو کې د مې په ۴مې نېټې د سختې تالندې او بارانونو له امله سيلابونه راوتلي او ۲۰ تنه يې مړه او ۳۰ نور ټپيان کړي دي.

شرف الدين مسلم په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې يادو سيلابونو ۱۰۰ کورونه ويجاړ کړي او ۱۰۰ کورني حيوانات يې هم وژلي دي.

نوموړي ويلي، چې د بېلا بېلو سیمو له سيلاب ځپلو وګړو سره د مرستو او ژغورنې کارونه روان دي.