د المان ولسمشر: پر روسيې د المان د انرژۍ تکيه کمه شوې
CMG2022/05/05 11:27:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د المان ولسمشر فرانک والتر ستېنمير د مې په ۴مه نېټه د رومانيا په پلازمینې بخارست کې وويل، چې پر روسيې د المان د انرژۍ تکيه کمه شوې ده.


فرانک والتر په همدې ورځ له رومانيا څخه ليدنه کړې او د دغه هيواد له ولسمشر کلوس جونيس سره يې د اوکراين مسئلې، د ناټو امنيت او پر روسيې د اروپايي ټولنې د نویو بنديزونو په شمول د ځينو مسئلو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي له خپل رومانيي سیال سره تر خبرو وروسته، يوې خبري ناستې ته وويل، چې پر روسيې د المان د انرژۍ اتکا کمه شوې ده او اوس له دغه هيواد څخه د تيلو اړتيا ۱۵ سلنې ته ټيټ شوې ده.