هنګري: پر روسیې د بندیزونو له نوې لایحې ملاتړ نه کوو
CMG2022/05/05 13:36:05
شريکول:

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر زیاردو پيټر د مې په ۴مه نېټه ویلي، چې هيواد يې د اروپايي ټولنې د کميسيون له لوري پر روسیې د بندیزونو له نوې لایحې ملاتړ نه کوي.

نوموړي ويلي، چې ياده لایحه د هنګري د انرژۍ خونديتوب ګواښي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون په همدې ورځ پر روسیې د بندیزونو ۶مه لایحه وړاندې کړې، چې له مخې به يې ياده ټولنه د روان کال تر پایه پورې له روسیې څخه د نفتو واردات بند کړي.

  اروپايي ټولنه بايد د یادې لایحې د نافذيدو لپاره د ۲۷ غړو هېوادونو موافقه ترلاسه کړي. (هیله)