د انټوني بلینکن د کرونا وبا ټېسټ نتیجه مثبته ختلې
CMG2022/05/05 13:39:00
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۴مه نېټه ویلي، چې د وزیر انټوني بلینکن د کرونا وبا ټېسټ پايله مثبته ختلې ده.

د یاد وزارت ویاند نایډ پرېس د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې بلینکن اوس په خپل کور کې قرنطين شوی او له همغه ځایه کاري چارې ترسره کوي.

اعلاميه وايي، چې بلينکن په تېرو څو ورځو کې له ولسمشر جوبايډن سره نه دي کتلي.

انټوني بلينکن د کرونا ضد درې واکسینونه هم کړي دي. (هیله)