په چین کې د ډيجټلي مطالعې د لوستونکو شمېر له ۵۰۰ میلیونو زیات دی
CMG2022/05/05 13:40:18
شريکول:

د چین د لوست ملي غونډه څو ورځې مخکې ترسره شوه او د دغه هيواد د غږيز،ويډيويي او ډيجټلي خپرندويې ټولنې په ياده غونډه کې د ۲۰۲۱م کال د چین د ډيجټلي لوست کلنی راپور خپور کړ، چې له مخې يې په همدغه کال کې په چین کې د ډیجټلي مطالعې د لوستونکو شمېر له ۵۰۰ میلیونو څخه زیات و او د ډيجټلي لوست د چارو عمومي ګټې ۴۱ میلیارډو او ۵۷۰ میلیونو یوانو ته رسېدلي او دغه چارې يې د ښه پرمختګ په حال کې بللې دي. (هیله)