چين د مراکېش تړون ته د عمل جامه اچوي
CMG2022/05/05 13:42:44
شريکول:

د چين حکومت د مې په ۵مه نېټه د مراکېش تړون د نافذېدو خبر ورکړی دی.

مراکش تړون د هغو کسانو لپاره، چې ليد نه لري او يا د ليد جدي ستونزې لري، د لوست اسانتياوې برابروي.

مراکش تړون په نړۍ کې د چاپ په برخه کې د بشري حقونو لومړی تړون دی او چين د دغه تړون له لومړيو لاسليکوونکو څخه دی. (هیله)