د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزارت د مې په ۴ مه نېته خبر ورکړی، چې د اوکراين د ماريوپول ښار د ازوستال (Azovstal)فولادو فابريکې کې به د بندو کسانو د
اېستلو په پار د بشرپالنې دهليز پرانيزي.
خبر وايي، چې ياد دهليز به د ملکي وګړو د خوندي اېستلو لپاره د مسکو پر وخت د روانې مياشتې له ۵مې تر ۷ مې نېټې د سهار له ۸ بجو د مازديګر تر ۶ بجو پرانیستی وي او ملکي وګړي به په ډاډه زړه وکولی شي، چې له يادې فابريکې ووځي.
خبر زياتوي، چې د روسيې او دونيڅک وسلوال ځواکونه به د بشرپالنې دهليز د پرانيستلو پر وخت خپل پوځي عمليات وځنډوي، څو ملکي وګړي خوندي وایستل شي.