زلینسکي له ګوټريس سره په ازوستال فابریکې کې د بندو کسانو د خوندي وتلو په پار خبرې کړي
CMG2022/05/05 13:45:48
شريکول:

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلینسکي د مې په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټريس سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

زلينسکي په يادو تليفوني خبرو کې ويلي، چې د ازوستال د فولادو او برېښنا د توليد په فابریکه کې د بندو کسانو د خوندي وتلو لومړی پړاو په بریالیتوب ترسره شوی او تر دې دمه ۱۲۱ تنه ملکي وګړي له يادې فابريکې څخه وتلي دي.

نوموړي له ګوټریس غوښتي، چې له یادې فابریکې څخه د ټپيانو د وتلو لپاره مرستې برابرې کړي.

د اوکراین ملي اژانس خبر ورکړی، چې لا هم ۴۰ ټپيان په يادې فابريکې کې بند پاتې دي. (هیله)